1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتیونان

یونان د المپيا مشعل پاریس ته وسپاره

۱۴۰۳ اردیبهشت ۸, شنبه

یوناني چارواکو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د المپيا مشعل د پاریس د ۲۰۲۴ المپیا لوبو تنظيمونکو ته وسپاره. فرانسې ويلي راتلونکې مياشت د دغه مشعل د رسېدلو پر وخت د امنيت له پاره به ۶۰۰۰ پوليس په دندو وګمارل شي.

https://p.dw.com/p/4fFav
په یونان کې د پاریس ۲۰۲۴ المپيک سیالیو له پاره د اپریل په ۱۶مه د مشعل لګولو مراسم
په یونان کې د پاریس ۲۰۲۴ المپيک سیالیو له پاره د اپریل په ۱۶مه د مشعل لګولو مراسمانځور: Alkis Konstantinidis/REUTERS

د مشعل د ورکړې مراسم د یونان په پاناتنایک لوبغالي کې ترسره شول. دغه لوبغالي په بشپړه توګه له ماربل جوړ دی چې په ۱۸۹۶ کې د المپيک لومړنی عصري سيالۍ په کې ترسره شوې. په دغو مراسمو کې د یونان او فرانسې ملي سرودونه د شاوخوا ۲۰زره نندارچیانو په حضور کې وغږول شول. دغه مراسم په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرېدل.

پاریس د ۲۰۲۴ المپيک کوربه دی. د یونان د المپيک  کميټې مشر، سپيروس کاپالوس خپل فرانسوي سیال توني ستانګه ته وويل: «موږ تاسو ته پاریس کې په پوره بریا سره د المپیک ۳۳مې دورې سيالیو د لمانځلو هېلي لرو.

ټاکل شوې چې د المپيک مشعل به د می میاشتې په ۸مه نيټه پاریس ته ورسیږي. د پاریس المپيک لوبې به د جولای میاشتې له ۲۶مې پيل او د اګست میاشتې تر ۱۱مې ادامه ولري.

فرانسوي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د المپیک مشعل د رسيدلو له پاره شاوخوا ۶زره پولیس ځواکونه د امنیت په موخه په دندو وګمارل شي. فرانسې د امنيتي ځواکونو له پاره د ګواښونو د دفع کولو په خاطر د مکافاتو اعلان کړی دی.

مشعل به په لومړۍ ځل د می میاشتې په ۸مه د فرانسې جنوبي ساحلي ښار مارسي ته ورسيږي. د فرانسې خبري آژانس وايي، د امنیت له پاره به ېې په دنده د ګمارل شوو پولیسو شمېر له هغه ډېر وي چې تېر کال د پاپ فرانسیس د سفر پر مهال ګمارل شوي ول.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

له آرشيف څخه: