1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزيا: ځمکې ښوېدنې او سېلابونو لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۵, شنبه

په اندونیزیا کې د ځمکې ښوېدنې او سيلابونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي. رپوټونه وايي سيلابونو د اندونیزیا په مرکزي سیمه کې په لسونو کورنه وړي او لارې ېې تخریب کړي دي.

https://p.dw.com/p/4fV4v
انځور د ۲۰۲۴م کال د می میاشتې د ۳مې - د اندونیزیا په جنوبي سولاوسي کې ژغورونکي د خلکو د ایستلو پرمهال
انځور د ۲۰۲۴م کال د می میاشتې د ۳مې - د اندونیزیا په جنوبي سولاوسي کې ژغورونکي د خلکو د ایستلو پرمهالانځور: BPBD Wajo/AP/picture alliance

د اندونیزیا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وېاند، عبدالمهري، وويل چې د ځمکې ښوېدنې پیښې د جنوبي سولاویسي علاقې په لوو کې په ځايي وخت د شپې په یوه بجه رامنځته شوي دي. هغه وويل چې په دغو پېښو کې «ټول ټال ۱۴ ځايي اوسیدونکي مړه شوي.»

یادې ادارې زیاته کړې چې له سلو ډېر کورونه په شدیده توګه زیانمن شوي، ۲۴ نور اوبو وړي او څلور سړکونه او یو پل تخریب شوي دي. همدارنګه له ۱۰۰ ډېر کسان مسجدونو او یا هم د خپلوانو کورونو ته انتقال شوي او له ۱۳۰۰ ډېرې کورنۍ اغیزمنې شوي چې حکومت ېې د تخلیه کولو په لټه کې دي.

عبدالمهري وويل چې د جنوبي سولاویسي په یوه بل ایالت کې بیا د جمعې ورځې په سيلابونو کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.

په اندونیزیا کې د ورښتونو پر وخت د ځمکې ښوېدنې پېښې رامنځ ته کېږي. د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ورښتونو او ځمکې ښوېدنې د دغه هېواد په سوماترا جزیره کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه کړي ول چې د ګڼ شمیر کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.

(AFP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل